د طالبانو مشر ملا هبةالله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د خپل واک د ساتلو لپاره مسلمانان خپلو کې سره نهجنګوي. نوموړي ادعا وکړه، چې اوس د هېواد ان د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نه دی.
هبةالله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي – څېړنیز کنفرانس چې په اصل کې دده د ملاتړ او پر مخالفانو د فشار لپاره جوړ شوی، په دویمه ورځ (سېشنبه د لړم ۲۶مه) په غونډه کې د «امیر» پر درناوي له ټينګار سربېره وویل: «یووالی د امیر په مرسته رامنځته کېږي».
نوموړي څرګنده کړه، چې خلک باید د «اسلامي امارت» له تعریف او حقیقت سره اشنا شي او څرګنده یې کړه: «زما له تنفیذي امر پرته قصاص او حدودو نه اجرا کېږي».
هغه په ډاګه کړه، چې د دوی سیاست د قرانکریم سیاست دی او په باور یې: «له اسلامي امارت پرته د شریعت تطبیق ناممکن دی».
د طالبانو مشر په دې کنفرانس کې زیاته کړه، چې د فتنې لهمنځه تلو لپاره باید قرباني ورکړل شي او په وینا یې: «د فتنې د دروازو تړلو لپاره مې د اسلامي امارت قیادت قبول کړی دی. زما بدن دې و سوځول شي خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شي».
هبةالله اخوندزاده په دې کنفرانس کې وویل، که علما سره متفق شي، هېڅوک یې مقابله نهشي کولای او په ډاګه یې کړه: «وعده درسره کوم چې د خپل واک ساتلو لپاره مسلمانان خپلو کې نه سره جنګوم».
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، که څوک د منکر په مخنیوي کې ووژل شي بهترین «شهید» دی.
د هغه په باور: «اوس د هېواد ان د یوې لوېشتې خاورې واک هم د بل چا په لاس کې نهدی» او په وینا یې، اوس په افغانستان کې فتنه پای ته رسېدلې او «اسلامي امارت» جوړ شوی دی؛ نو باید ساتنه یې وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې ګډونوالو دیني عالمانو د طالبانو مشر هبةالله اخوندزاده ته د «شیخالسلام» لقب هم ورکړ.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)