کابل ته راغلي روسي پلاوي له افغان لوري سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې ۱۵ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي. دغه هوکړې د افغانستان او روسیې د سوداګریزو پلاوو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په یوه (B2B) ناسته کې لاسلیک شوې دي.
یادې هوکړې د درملو، انرژۍ، دوهاړخیزو سوداګریزو همکاریو، غنمو، اوړو، غوړیو، غیرالکولي نوشابو د تولیدي فابریکو د جوړولو او خامو موادو، تازه مېوو، لمرګل غوړیو، کیمیاوي پاکوونکو توکو او بندري خدمتونو په برخو کې لاسلیک شوې دي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ پلاوی کابل ته په رسمي سفر راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د مهمو اقتصادي موضوعاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)