د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي او د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر کوروبچنکو اولیګ ولادیمیروویچ په مشرۍ د افغانستان او تاتارستان د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه په کابل کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د دواړو لورو لوړپوړو چارواکو، د تاتارستان د ۱۵ سترو اقتصادي او سوداګریزو شرکتونو استازو او د افغانستان د اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا، د لېږد رالېږد د اسانتیاوو برابرولو، د ټرانزیټي خنډونو د کمولو او د شته اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې کارونې په اړه خبرې وکړې.
د تاتارستان پلاوي له افغانستان سره د کرنې، لوژستیک، ترانسپورټ، ټرانزیټ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا ترڅنګ، له پنجشېر ولایت څخه کابل ته د اوبو د لېږد په برخه کې د تخنیکي همکاریو چمتووالی هم څرګند کړ.
همدارنګه، د افغانستان د سوداګریزو او تولیدي شرکتونو د معرفي کولو، د پانګونې د نویو فرصتونو د پېژندلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو پر لارو چارو بحث وشو.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د هوکړو د عملي کېدو د تعقیب او د ګډې کاري کمېټې د فعالیتونو د دوام ژمنتیا څرګنده کړه او هوکړه یې وکړه چې د موضوعاتو د تعقیب او همغږۍ لپاره به راتلونکې غونډې په انلاین بڼه ترسره کوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)