- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا د ایران د ګواښونو له امله له بریتانیا خپلې پوځي الوتکې واېستلې

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له وېرې خپلې پوځي الوتکې د بریتانیا له مېلډنهال هوايي اډې څخه جرمني، هسپانیا او نورو ځایونو ته لېږدولې دي.
د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ لومړی دوه امریکايي KC-135 تېل‌وړونکې الوتکو خپل مسیر بدل کړی او جرمني ته تللې دي، چې وروسته نورې الوتکې هم له یادې اډې ایستل شوې دي. د الوتکو د تګ راتګ معلومات ښيي، چې په ټولیز ډول ۱۳ الوتکې له مېلډنهال څخه بېلابېلو ځایونو ته لېږدول شوې دي.
راپور زیاتوي، چې دغه اقدام وروسته له هغې شوی، چې ایران خبرداری ورکړی و، که امریکا پرې برید وکړي، د تهران غچ اخیستونکي اقدامات به له منځني ختیځ څخه هم پراخ شي.
په همدې حال کې، د امریکا پوځي چارواکو په بریتانیا کې د مېلډنهال او لېکنهېت هوايي اډو امنیتي حالت د لوړ خطر کچې ته لوړ کړی دی؛ خو د ایران د ګواښونو دقیق څرنګوالی لا نه دی څرګند شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تېره میاشت هم د ایران د احتمالي ګواښونو په تړاو خپلې B-1 بم غورځوونکې الوتکې د بریتانیا له فېرفورډ هوايي اډې څخه ایستلې وې.

- Advertisment -spot_img