- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ پر څه باندې شپږ میلیونه امریکایانو خوراکي مرستې بندوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت داسې طرحه وړاندې کړې چې د پلې کېدو په صورت کې به د دغه هېواد شاوخوا ۶.۳ میلیون وګړي له دولتي خوراکي مرستو بې‌برخې شي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د کرنې وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د «بشپړوونکې تغذیې مرستې» (SNAP) پروګرام له لارې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو شرایطو محدودولو لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. دغه پروګرام د «خوراکي توکو کوپنونو» په نوم هم پېژندل کېږي.
د دې طرحې له مخې، هغه کورنۍ چې د اړمنو کورنیو لپاره د لنډمهالو نغدي مرستو (TANF) له پروګرامه ګټه اخلي، نور به په اتومات ډول د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو وړ ونه ګڼل شي.
سرچینې لیکلي، اوس مهال هغه کورنۍ چې د یاد پروګرام له لارې نغدي مرستې ترلاسه کوي، د فدرالي عاید د ټاکل شوي حد له جلا ارزونې پرته د خوراکي مرستو مستحقې ګڼل کېږي.
خو د وړاندیز شوو بدلونونو له مخې، د خوراکي مرستو شاوخوا ۱۸ سلنه ترلاسه‌کوونکي، چې شمېر یې ۶.۳ میلیون کسانو ته رسېږي، ښايي له دغو مرستو بې‌برخې شي.
د امریکا د کرنې وزارت ویلي، د دغو بدلونونو موخه د مرستو د ترلاسه کولو شرایط یو شان کول او د هغو کورنیو لپاره د سرچینو ساتل دي چې رښتیا هم خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د ټرمپ د مالیاتي قانون له تصویب راهیسې تر اوسه له ۵.۵ میلیون ډېر کسان له خوراکي مرستو بې‌برخې شوي او د دغو مرستو د ترلاسه‌کوونکو شمېر شاوخوا ۳۶ میلیون کسانو ته راټیټ شوی دی.
دغه‌راز، د امریکا د کرنې وزارت اټکل کړی چې د نوې طرحې د پلي کېدو په صورت کې به شاوخوا ۱.۸ میلیون ماشومان هم په ښوونځیو کې د وړیا خوړو د ترلاسه کولو شرایط له لاسه ورکړي.
په همدې حال کې، د امریکا د استازو جرګې د کرنې کمېټې د ډیموکراتانو غړې او د لږکیو لوړپوړې غړې، انجي کریګ، دغه طرحه «بې‌رحمانه» بللې ده.
هغې ویلي، وړاندیز شوي بدلونونه به اړمنو کورنیو ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو امکانات نور هم محدود کړي.
د راپور له مخې، د امریکا وګړي او اړوند بنسټونه ۳۰ ورځې وخت لري چې د دې طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي.

- Advertisment -spot_img