- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روسيې لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو او پانګونې د فرصتونو د ارزونې په موخه کابل ته ځي

ټاکل شوې سبا پنجشنبه په اقتصادي چارو کې د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشري کابل ته راشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د دغه سفر د تایید ترڅنګ ویلي، چې د اوورچوک د سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا او د پانګونې د فرصتونو ارزونه ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال به د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په تړاو نظرونه تبادله کړي.
د دغه سفر تمرکز د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې د فرصتونو پر ارزونه دی.

- Advertisment -spot_img