واټساپ د محرمیت لپاره یوه نوې ځانګړنه ازمویي چې د کاروونکو د ټیلیفون شمېرې به د کارننوم تر شا پټې کړي.
واټساپ د روان کال په جون میاشت کې د کارننوم ځانګړنه وړاندې کړه، خو د دې ځانګړنې د پراخې خپرېدو د څرنګوالي په اړه لا هم ډاډ نشته. له همدې امله کاروونکي کولی شي خپل کارننومونه له مخکې خوندي کړي.
د دې ځانګړنې موخه دا ده چې خلک د خپلو ټیلیفون شمېرو له شریکولو پرته له یو بل سره خبرې وکړی شي او د هغوی محرمیت خوندي شي. اوس واټساپ یوه بله ځانګړنه ازمویي چې کاروونکو ته به دا واک ورکړي چې وټاکي څوک یې د ټیلیفون شمېره لیدلی شي.
د «وېببېټا انفو» وېبپاڼې د راپور له مخې، دا نوې ځانګړنه د واټساپ د انډرایډ په 2.26.45.1 بیټا نسخه کې موندل شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې د ټیلیفون شمېرې د محرمیت دا ځانګړنه څلور انتخابونه لري: «ټول»، «زما اړیکې»، «زما اړیکې پرته له…» او «هېڅوک».
دغو انتخابونو ته په کتو، کاروونکي ټاکلی شي چې د ټیلیفوني اړیکو او خبرو پر مهال یې شمېره څوک لیدلی شي.
دا ځانګړنه به یوازې هغو کسانو ته برابره وي چې خپل کارننوم یې جوړ کړی وي. خو که له وړاندې د چا په ټیلیفون کې ستاسو شمېره ثبت وي، هغه کس به بیا هم د اړیکې نیولو او خبرو پر مهال ستاسو شمېره لیدلی شي.
اوس مهال واټساپ د هغو کسانو پر وړاندې ستاسو شمېره پټوي چې د کارننوم له لارې درسره اړیکه نیسي. د نوې ځانګړنې له مخې، د ټیلیفون شمېرې د پټولو لپاره به لومړنی ټاکل شوی انتخاب «هېڅوک» وي؛ یعنې شمېره به مو پټه پاتې وي، مګر دا چې خپله یې بدل کړئ. که غواړئ د سوداګریزو یا نورو موخو لپاره نور کسان ستاسو شمېره وویني، کولی شئ دا انتخاب بدل کړئ.
د ټیلیفون شمېرې د محرمیت دا ځانګړنه لا هم د جوړېدو په پړاو کې ده او تر اوسه د بیټا نسخې کاروونکو ته هم نه ده وړاندې شوې. له همدې امله، باید انتظار وشي چې واټساپ یې لومړی د بیټا نسخې او وروسته د ټولو کاروونکو لپاره خپره کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)