د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سیمې د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د قطر د لومړي وزیر د غوښتنې په پایله کې پرېکړه کړې، چې د ایران پر وړاندې نوي پوځي بریدونه د اوس لپاره وځنډوي.
ټرمپ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه او وروسته د سپینې ماڼۍ په مطبوعاتي خونه کې څرګنده کړې، چې امریکا به په اوسني پړاو کې د هرمز تنګي سمندري محاصره روانه ساتي.
بلخوا، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف خبرداری ورکړی، چې که واشنګټن د اسراییلو لیدلوري ته لومړیتوب ورکړي، امریکا او متحدین به یې د تیارو پر لور روان شي.
قالیباف پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، اسراییل شپه او ورځ هڅه کوي چې امریکا له ایران سره یوې نهپایېدونکې جګړې ته راکاږي؛ هغه جګړه چې د ده په وینا، هېڅ ولسمشر به ترې د وتلو توان ونه لري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)