یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روبیو: هند او پاکستان دې د ترینګلتیا له زیاتوالي ډډه وکړي

هندوستان ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو سره په خبرو کې پر دواړو هېوادونو غږ کړی،چې د ترینګلتیا له زیاتولو ډډه وکړي.

راپور کې راغلي،چې ښاغلي روبيو له هند او پاکستانه غوښتي چې د اړیکو کانالونه پرانيستې وساتي او د ترینګلتیا له زیاتولو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې،چې امریکا وضعیت له نږدې څاري.
له بلې خوا، په دغو خبرو کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ دوول د دغو بریدونو دفاع کړې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ هم ویلي،چې د هند د برید پر وړاندې د ځواب ویلو حق یې «خوندي» دی.

- Advertisment -spot_img