- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکیه د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د ترکیې شارژدافیر «سادین ایلد» د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره د اسانتياوو زیاتولو، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو او د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ترکیې شارژدافیر ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، او د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې کوي.
نوموړي دا هم ویلي چې د درملو په برخه کې یو شمېر ترکي پانګه‌‌والو د افغانستان بازار ته لار موندلې او په دې برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.

- Advertisment -spot_img