یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

احمد شريف؛ د هند د بريدونو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي

رويټرز د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف پر حواله دغه هېواد کې د هند د بریدونو له امله ٣١ ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د رویټرز پر وینا، شریف ویلي،چې د دغو بریدونو په پایله کې ۴۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه څرګنده کړې،چې په پاکستان کې شپږ ځایونه په نښه شوي وو او هېڅ یو یې د اورپکو کمپ نه و.

له دې سره هممهاله، د هند یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي،چې هندي ځواکونو د جیش محمد او لشکر طیبه د اسلام پالو وسله والو ډلو پر مرکزونو برید کړی دی.

د هند دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «هند د اهدافو په غوراوي او بریدونو په کولو کې د پام وړ زغم ښودلی دی.»

د یادونې وړ ده، چې دا بریدونه د دواړو هیوادونو ترمنځ له نږدې دوه اوونیو ترینګلتیاوو وروسته ترسره شوي دي.

د دغه بريد په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ د هند وروستۍ برید د دغه هېواد پر حاکمیت او نړیوال قانون نقض بللی.

استازولۍ زیاته کړې، پاکستان حق لري،چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې، د ځان د مشروع دفاع ذاتي حق ته په پام سره په مناسب وخت او ځای کې د دغه تېري پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.»

د یادونې وړ ده، چې دا څرګندونې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هند له وروستیو بریدونو وروسته شوې، چې پکې ګڼ شمېر پوځي هدفونه په نښه شوي وو.

- Advertisment -spot_img