- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا ښايي پر ایران اټومي برید وکړي

د امریکا یوه مشهورې رسنیزې څېرې او مبصر ټکر کارلسن ویلي، چې ښايي د ډونالډ ټرمپ حکومت په راتلونکو څو ورځو کې پر ایران اټومي برید وکړي.
هغه په خپله اېکس‌پاڼه کې د سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ټینګار دغه برید وکړي.
د نوموړي په وینا، د برید هدف به د ایران په مرکزي برخه کې د «پیک‌اکس» غر وي.
د دې امریکايي رسنیزې څېرې په وینا، د اسراییلو استخباراتو ادعا کړې چې د ایران حکومت د «پیک‌اکس»غره په سیمه کې د یورانیمو د غني کولو اټومي پروګرام بېرته پیل کړی دی.
هغه ویلي، د امریکا موجودې وسلې نه شي کولای د «پیک‌اکس» غره د شاوخوا ۹۱ مترو کلک ګرانېټي ډبرې طبقې ته نفوذ وکړي؛ له همدې امله، د نوموړي په وینا، یوازینی پوځي انتخاب اټومي برید دی.

- Advertisment -spot_img