- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فلورېډا کې د الوتکې لوېدو له امله نهه تنه مړه شوي

د راپورونو له مخې، د امریکا د فلورېډا ایالت په یوه استوګنیزه سیمه کې د «لیرجټ» ډوله یوې شخصي الوتکې لوېدو له امله د هغې ټول نهه تنه سپرلي مړه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون (یک‌شنبه) له غرمې وروسته د فلورېډا ایالت په پام بیچ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دغې الوتکې د ټکساس ایالت له اسټین-برګسټروم نړۍوال هوايي ډګره الوتنه کړې وه او د باهاما د نورث الیوترا هوايي ډګر پر لور روانه وه.
د فلورېډا والي رون ډېسانټیس د پېښې ځای ته نږدې یوه خبري غونډه کې د دې الوتکې لوېدل یوه ستره غمیزه بللې او ویلي یې دي چې د الوتکې له ځمکې سره د لګېدو خپرې شوې ویډیوګانې ټکان ورکوونکې صحنه ښيي.
د سیمې یوه بل چارواکي جوئل فلورس ویلي چې د الوتکې لوېدو د ګرځنده کورونو ښارګوټي ته څېرمه یوه لویه کنده رامنځته کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د سیمې شاوخوا ۶۰۰ اوسېدونکي له خپلو کورونو ایستل شوي او په سیمه کې دوو لنډمهالو سرپناوو ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د ترانسپورټي خوندیتوب ملي ادارې ویلي چې د الوتکې د لوېدو لامل معلومولو په موخه یې څېړنې پیل کړې دي.
د دې الوتکې جوړوونکې کاناډايي کمپنۍ «بمبارډیر» هم ویلي چې د څېړنو له بهیر سره به همکاري وکړي.
د راپور له مخې، د پېښې پر مهال په سیمه کې سخت باران او تندر او برېښنا وه.

- Advertisment -spot_img