یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې ١٣ پاکستاني سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې

پاکستاني چارواکو ويلي، د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې پرون د یوه ماین چاودنې کې اووه پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ (BLA) غړو، د امنیتي ځواکونو پر کاروان بمي چاودنه کړې.

دا برید د کچي سیمې ترڅنګ د مچ ښارګوټي په شااوخوا کې شوی دی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، هغه موټر چې په نښه شوی، د امنیتي عملیاتو لپاره د روان کاروان برخه و.

هغه زیاته کړې، د پېښې پنځه ټپیان د هلیکوپټر په وسیله د بلوچستان ایالت مرکز کوټې کې یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ په نوم بلوڅ وسله‌والې ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی.

- Advertisment -spot_img