- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: وسله‌وال ځواکونه مو دفاع ته چمتو دي خو ډیپلوماسي ته هم وخت ورکوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ويلي، که څه هم وسله‌والو ځواکونه یې دفاع ته بشپړ چمتو دي، خو ډیپلوماسي ته هم وخت ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې تهران ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي او له منځګړو سره په اړیکه کې دی، څو تر یوې اونۍ په لږ وخت کې د خپل اووه‌ورځني پلان پلي کولو لارې چارې وڅېړي.

هغه زیاته کړې: «په داسې حال کې چې زموږ زړور وسله‌وال ځواکونه د خپل هېواد د دفاع لپاره بشپړ چمتو دي، ایران لا هم ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکوي.»

- Advertisment -spot_img