- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

م.م: په درېیو کلونو کې کابو ۴.۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر وايي، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نژدې ۴.۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه پروګرام په وینا، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي د افغانستان پر کمزوري اقتصاد، د کار پر بازار، بنسټیزو خدمتونو او زیربناوو فشار نور هم زیات کړی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه بنسټ راپور ښيي چې د راستنېدونکو اقتصادي او د ژوند وضعیت په افغانستان د ټولو استوګنو خلکو پرتله ډېر خراب دی. ډېرې راستنې شوې کورنۍ له بېوزلۍ، د کار د فرصتونو له کمښت او اوبو، خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اټکلونو له مخې، ۹۲ سلنه راستنېدونکي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ناامنۍ سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې دا کچه ۷۴ سلنه ده.

همداراز، په هغو ولایتونو کې چې د راستنېدونکو شمېر پکې ډېر دی، یوازې درې سلنه کسان رسمي دندو ته لاسرسی لري او ۷۸ سلنه یې د عاید د ترلاسه کولو لپاره پر ورځنیو مزدورۍ تکیه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو تر دې مخکې هم افغانستان ته د بشري مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې و چې دغه هېواد د یوه جدي بشري ناورین له ګواښ سره مخ دی.

- Advertisment -spot_img