- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کینیا کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه مړه شوي

د کینیا پولیسو ویلي، د دغه هېواد په سوېل‌ختیځ کې د نایروبي ـ مومباسا پر لویه لار د ماتم‌کوونکو لېږدوونکي یوه بس له باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه په کانګا سیمه کې، د متیتو اندي ښار ته نږدې پر هغې لویه لار شوې چې د کینیا پلازمېنه نایروبي له ساحلي ښار مومباسا سره نښلوي.
د راپور له مخې، دغه بس په مومباسا ښار کې د «نړۍوال کلام ځواک» کلیسا اړوند و او سپرلي یې په لوېدیځه کینیا کې د خپل کشیش د جنازې مراسمو کې له ګډون وروسته خپلو کورونو ته لېږدول.
د کینیا روغتیايي چارواکو تایید کړې چې په دې پېښه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي هم دي.
خو د ماکوئني ولایت کمېشنر عبدالله خلیف ویلي، د بس چلوونکي د څو موټرو د اوښتو پر مهال له سمنټو بار هغه لارۍ سره ټکر کړی چې له مقابل لوري راتله.
د کینیا د سړکونو د ترانسپورټ او خوندیتوب ملي ادارې هم خطرناک سبقت اخیستل د دې پېښې یو احتمالي لامل بللی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې شاوخوا درې اونۍ مخکې، د اکټوبر په درېیمه، هم پر همدې لویه لار په یوه بله ترافیکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي وو.

- Advertisment -spot_img