د برازیل اوسني ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې بریا خپله کړې او د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا په دغو ټاکنو کې له ښياړخي سناتور فلیپ بولسونارو سره سیالي وکړه او هغه ته یې ماتې ورکړه.
په همدې حال کې، د امریکا ملي راډیو (اېنپيار) په یوه راپور کې لیکلي چې لولا دا سیلوا د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۵۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی او د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشر ټاکل شوی دی.
د راپور له مخې، د پایلو د اعلان پر مهال د ټولو رایو څه باندې ۹۶ سلنه شمېرل شوې وې.
لولا په ساو پاولو ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي چې دغو ټاکنو د انکار او دروغو ماتې څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې، بولسونارو د ټاکنو پایلې «د نه توجیه وړ» بللې او ویلي یې دي چې د دغو پایلو د باطلولو لپاره به اقدام وکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)