د تحليلي راپور له مخې، په ۲۰۲۲ م کال کې د طالبانو له لوري پر کوکنارو د کرکیلې له بندیز وروسته، په بلوچستان او د ایران په سیستان او بلوچستان کې د کوکنارو کرکیله پراخه شوې ده.
ایروشیا ریویو ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي، په بلوچستان کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
راپور د نشهیي توکو د نړیوالو کارپوهانو له قوله زیاتوي چې دغه سیمې د تریاکو د تولید پر مهم نړیوال مرکز بدلې شوې دي.
دا په داسې مهال ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو پر کرکيله بنديز ولګېد او د نړيوالو راپورنو له مخې، اوس په دې هېواد کې د نشهيي توکو کرکيله نږدې صفر ته راټيټه شوې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)