- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پزشکیان: ایران له امریکا سره نه جګړه کوي او نه هم سوله غواړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له امریکا سره د «نه جګړې، نه سولې» د حالت د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي هم تر وژل کېدو مخکې د دغه حالت د ختمولو امر کړی و.
پزشکیان د نفوس او کورونو د شمېرنې د پیل په مراسمو کې وویل چې د جګړې او له امریکا سره د نامعلوم وضعیت له امله د ګڼو خلکو اقتصاد دومره خراب دی چې نه پوهېږي د شپې ډوډۍ څـنګه بیدا کړي.
هغه ټینګار وکړ چې ایران باید له دې حالت څخه ووځي، ځکه په اوسني نامعلوم وضعیت کې د هېواد د راتلونکي لپاره پلان جوړول ناشوني دي.
پزشکیان روښانه نه کړه چې د دغه حالت د پای ته رسولو لپاره یې هدف له امریکا سره د خبرو بیا پیلول دي او که یوې نوې هوکړې ته رسېدل؛ خو ویې ویل چې هېواد باید خپل راتلونکی دریځ روښانه کړي.
د ایران ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د دغه هېواد او امریکا ترمنځ پوځي ترینګلتیا لا هم روانه ده او د شخړې د پای ته رسېدو څرګنده نښه نه لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پوځي عملیاتو احتمال مطرح کړی و. هغه ویلي و چې ښايي د «حماسي غوسې» په نوم نور کوچني عملیات ترسره کړي.
په همدې حال کې، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي ویلي چې تهران به فارس ته د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

- Advertisment -spot_img