په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو د اړتیاوو زیاتېدو، د مالي سرچینو او بنسټیزو اسانتیاوو د کمښت او د اوبو د سرچینو د ناسم مدیریت له امله په افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په پراخېدو دی.
په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاجالدین اویوالې وویل چې د ماشومانو او ټولنو لپاره د اوبو د کړکېچ ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. نوموړي د هغو هېوادونو، مرسته کوونکو او نړیوالو مالي بنسټونو مننه کړې چې د افغانستان د اوبو د ستونزو په اړه یې د یونیسف په غونډه کې ګډون کړی وو.
افغانستان په داسې حال کې د اوبو کموالی په ډېرېدو دی چې وچکالي، تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو کمېدو او د ښارونو چټکې پراختیا پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی.
اسوشیتېډ پرېس خبري اژانس د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې راپور ورکړی و چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه په تېرو لسو کلونو کې له شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ مترو پورې ټیټه شوې ده. د دغه ښار د نفوس زیاتوالی، د ورښتونو کمښت، وچکالي او تر ځمکې لاندې اوبو له زېرمو څخه له حده زیاته استفاده د اوبو کمښت نور هم زیات کړی دی. له همدې امله، ځینې اوسېدونکي اړ شوي چې اوبه په لوړه بیه واخلي یا له هغو سرچینو کار واخلي چې ښايي د څښلو لپاره خوندي نه وي.
یونیسف پر ماشومانو د اقلیمي بدلونونو د پراخو اغېزو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. دې ادارې د جون په میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان په یو وخت کې د اقلیمي بدلونونو له لږ تر لږه درېیو ګواښونو سره مخامخ دي چې وچکالي، سېلونه او سخته ګرمي پکې شامل دي.
دا حالتونه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو ته د ماشومانو لاسرسی ګډوډولی شي.
د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره په یوه بله هڅه کې، یونیسف او د جنوبي کوریا حکومت د اکتوبر په ۲۲مه اعلان وکړ چې د اوبو د یوې ګډې پروژې له لارې په هغو ټولنو کې د اوبو رسولو سیستمونه جوړ یا بېرته ورغوي چې د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دي. د دغو سیستمونو له لارې له ۳۹ زرو ډېر ماشومان او د هغوی کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی مومي.
په دغو سیستمونو کې د اوبو څاګانې، لمریزې برېښنا ته سمبال پمپونه، د اوبو زېرمې او د وېش شبکې شاملې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)