- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په بنکاک کې زرګونه کسان د سېلابونو له امله خوندي سیمو ته لېږدول شوي

د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د سختو بارانونو او سېلابونو له دوام وروسته زرګونه کسان د بېړني خوندي‌ځایونو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

رویترز راپور ورکړی چې د ښار ګڼې سیمې لا هم له اوبو ډکې دي او د اوبو ایستلو سیستم د سختو بارانونو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی. په تېرو دوو یا درېیو ورځو کې شاوخوا ۳۲۰ ملي‌متره باران ورېدلی، چې د سپټمبر د ټولې میاشتې د معمول باران کچې ته نږدې دی.

په ختیځ ولایت کې د اوبو د زېرمو د کچې له لوړېدو وروسته چارواکو یو شمېر نورو کورنیو ته هم د خپلو سیمو پرېښودو امر کړی دی.

د راپور له مخې، د سېلابونو له امله د بنکاک په ګڼو سیمو کې کورونه، سوداګریز مرکزونه او سړکونه اغېزمن شوي دي.

- Advertisment -spot_img