د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران هغه وړاندیز یې رد کړی چې له مخې یې د هرمز تنګی پرانیستل او په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسول مطرح شوي وو.
د رویترز د راپور له مخې، ایران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال د قطر د منځګړیتوب له لارې دغه وړاندیز امریکايي لوري ته رسولی و.
ایران ټینګار کوي چې د ستونزو د حل لپاره دیپلوماتیکه لاره غوره ده، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ د مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي د وضعیت، پر سر لا هم اختلافونه شته.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او هر ډول اوږدمهاله ګډوډي یې کولای شي د تېلو پر نړیوال بازار اغېز وکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)