- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اوکراین پر کییف د روسیې بریدونه

د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین د پلازمېنې کییف په لوېدیځو څنډو کې پر یوه بازار برید کړی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپیان شوي دي.

د رویترز د راپور له مخې، برید د کییف ښار په لوېدیځه څنډه کې د سوفییفسکا بورشچاهیوکا په سیمه کې شوی دی. د اوکراین څارنوالانو ویلي، برید په یوه بازار لګېدلی او د ودانیو او موټرو ترڅنګ یې یو شمېر سیمې زیانمنې کړې دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د پلازمېنې په نورو برخو کې هم د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله نهه کسان ټپیان شوي چې یو ماشوم هم په کې شامل دی.

د اوکراین چارواکو ویلي، د هېواد په سومي او خارکیف سیمو کې هم د روسیې په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img