په غزه کې سلګونه زره زدهکوونکي له نږدې درېیو کلونو وروسته بېرته ښوونځیو ته ستانه شول
په غزه کې سلګونه زره ماشومان د نږدې درېیو کلونو له ځنډ وروسته بېرته حضوري زدهکړو ته ستانه شوي دي.
د رویترز د راپور له مخې، ډېری زدهکوونکي په هغو ودانیو او خېمو کې زدهکړې کوي چې د جګړې له امله زیانمنو شوو ښوونځیو پر ځای جوړې شوې دي.
یونیسف ویلي چې د غزې شاوخوا ۹۸ سلنه ښوونځي د جګړې پر مهال یا ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي. د غزې د پوهنې چارواکو په وینا، شاوخوا ۶۶۰ زره زدهکوونکي د اوږدې مودې لپاره له حضوري زدهکړو بېبرخې پاتې شوي دي.
د راپورونو له مخې، ډېری کورنۍ لا هم د کتابچو، قلمونو، یونیفورمونو او نورو ښوونیزو توکو د اخیستو له ستونزو سره مخ دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)