د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، د نورستان په ختیځ ولایت کې د وروستیو نښتو پر مهال ۲۸ وسلهوال وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، یوه وسلهواله ډله له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتې وه او د اسلامي دولت ډلې غړي هم په کې شامل وو. افغان چارواکو ادعا کړې چې د دغې ډلې ډېری غړي د تېر حکومت امنیتي سرتېري وو او د پاکستان له لوري ورسره مرسته شوې وه.
پاکستان بیا د افغانستان دا ادعاوې رد کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د اسلاماباد پر ضد دغه تورونه بېاساسه دي.
د نورستان پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)