- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خلیلزاد: د پاکستان تګلارې د افغانانو په اړه د اسلام‌اباد ژمنه تر پوښتنې لاندې راولي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان د تېرو ۳۰ کلونو تګلارو د افغانانو د هوساینې په اړه د اسلام‌اباد ژمنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي وو چې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه باید خوندي شي.

خلیلزاد ویلي، د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د پاکستان رول او له افغان کډوالو سره چلند هغه څه دي چې د ده په وینا، د اسلام‌اباد پر ژمنو شکونه پیدا کوي.

نوموړي په ورته وخت کې ویلي چې افغانستان او پاکستان ښې اړیکې ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې له سره سمې کړي.

- Advertisment -spot_img