د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، ځینو پښتنو ته دا مهمه نه ده چې څوک پر هېواد واک چلوي؛ بلکې د ده په خبره، دوی غواړي واک د خپل قوم په لاس کې وي.
محقق ویلي، د دغو کسانو لپاره ان دا هم مهمه نه ده چې د هېواد مشر څوک وي او څه ډول فکر او شخصیت ولري. نوموړي د پخواني ولسمشر اشرف غني په اړه هم ورته څرګندونې کړې دي.
د محقق د څرګندونو په تړاو پر ټولنیزو شبکو بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي. ځینو کسانو پر دغو خبرو نیوکه کړې، خو ځینو نورو بیا د افغانستان په سیاست کې د قومي ونډې او د واک د انحصار په اړه د محقق د نظر څرګندونه بللې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)