- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سولې نړیواله ورځ؛ افغانستان او د نړۍ ځینې نورې هېوادونه لا هم په کړکېچونو کې ښکېل دي

د روانې سپټمبر میاشتې ۲۱مه، د سولې نړیوالې ورځې سره برابره ده، ملګرو ملتونو د سږ کال لپاره «په سوله کې پانګونه وکړئ؛ د ټولو لپاره، هر ځای او هره ورځ سوله» شعار ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې په نړۍ کې سوله په اندېښمنوونکي ډول مخ په کمېدو ده؛ خو د نړۍ خلک لا هم ښيي چې د شخړو د پای ته رسولو او د خبرو اترو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
هغه زیاته کړې، چې د بشري مرستو د ادارو کارکوونکي، مرستندویان، مشران او د سولې ساتونکي ځواکونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اختلافونو د کمولو او د سوله‌ییز ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي.
د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د روسیې او اوکراین جګړه، په منځني ختیځ کې روان بحرانونه او په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله لا هم جدي اندېښنې رامنځته کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر هم په هغه راپور کې چې د سپټمبر په میاشت کې یې خپور کړی، ویلي چې د افغانستان د څو لسیزو جګړو قربانیان لا هم له درنو جسمي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي پایلو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img