- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نوې هوکړه؛ په ګرینلنډ کې د امریکا پوځي حضور پراخېږي

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: “دا تړون امریکا ته د امنیت په چارو او په ګرینلینډ کې د نورو ټولو اړتیاوو دایمي کنټرول ورکوي او زموږ ډېری اندېښنې په بشپړ ډول حل کوي.”
دا تړون به متحده ایالاتو ته “هېڅ لګښت” نه لري او ټرمپ وویل چې “متحده ایالات به تل بشپړ واک ولري چې د ګرینلینډ او د امریکا د متحده ایالاتو د امنیت د خوندي کولو او ساتلو لپاره هر هغه اقدام وکړي چې اړین وي.”
د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې لیکلي چې د ګرینلینډ په مناسبو برخو کې د لوی پوځي حضور د جوړولو پروسه به ډېر ژر پیل شي او امریکا به په کلکه د دې سیمې ساتنه وکړي.
د یادولو ده چې ټرمپ تېر کال په وار وار خبرداری ورکړی و چې متحده ایالات به په هر حالت کې ګرینلینډ ونیسي. هغه د ډنمارک پر حکومت غږ کړی و چې یا ګرینلینډ امریکا ته وپلوري یا یې “په زور سره” واخلي. د هغه څرګندونو د نړۍ په ترټولو لوی ټاپو کې د امنیتي تدابیرو زیاتوالي لامل شو، ډنمارک اعلان وکړ چې “ګرینلینډ د پلور لپاره نه دی” او امریکا به یې د اشغال اجازه ورنکړي.

- Advertisment -spot_img