په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۵۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۹۰۰ کیلو ګرامه د بیروج ډبرې پلورلې دي.
یاد ریاست ویلي، په دغه بولۍ کې ۹۰۸،۰۹ کیلوګرامه بیروج د رڼې پروسې له لارې پلورل شوي چې د ترلاسه شویو عوایدو څخه به ۱۵ مېلیونه، ۴۶۲زره او ۱۰۰ افغانۍ دولتي خزانې ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت له کانونو څخه د ازادې بولۍ له لارې د بیروج ډبرې په کورنیو سوداګرو پلورل شوې وې.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)