- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي

د پولیو د له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسئولین وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټول هیواد کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد مرکز مسؤلینو نن (پنجشنبه) په کندهار کې د سوېل لوېدیځ زون له خبریالانو سره د پولیو د عامه پوهاوي او همږغۍ په ناسته کې ویلي چې، دا شمېر د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
هغوی پر ټولو هیوادوالو او مشرانو غږ وکړ چې، په را روان ملي کمپاین کې، چې د راتلونکي اوونۍ په سه شنبه په سوېل زون کې پیلېږي، خپل تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیان واکسین کړي؛ ترڅو له یادي ناروغۍ څخه وژغورل شي.
پرون چهارشنبه هم په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې اعلان خبر خپور شوی و، چې په کې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د ملي واکسیناسیون کمپاین د پیل خبره شوې ده.
یاد خبر کې زیاته شوې چې، د کمپاین له مخې، په ټول هېواد کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي، خو په جنوبي ولایتونو کې به د واکسین لړۍ یوه ورځ وروسته پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې، افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس په کې له منځه نه دی تللی.

- Advertisment -spot_img