- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان او ازبيکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل شو

د طالبانو تر واک لاندې صعنت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبيکستان جمهوریت او د دغه هېواد د سپکو صنایعو له ادارې څخه د دې نندارتون د جوړېدو لپاره د زمینې برابرولو له امله د مننې ترڅنګ ویلي، چې د دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لیدنو، رسمي خبرو اترو او د پلاوو د سفرونو پایله ده.
دغه راز ښاغلي عزیزي ویلي، چې افغانستان او ازبيکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
په یادو مراسمو کې د افغانستان په چارو کې د ازبيکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی.
یاد نندارتون په ترڅ کې د غضنفر بانک او د ازبيکستان د اجناسو د بورس «اوزیکس» ترمنځ د همکارۍ تړون هم لاسلیک شو.

- Advertisment -spot_img