- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عبدالله: مسعود د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر برابر حقونو باور درلود

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه کې د نوموړي په اړه پیغام خپور کړی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، احمدشاه مسعود د افغانستان له هغو مهمو څېرو څخه و چې باور یې درلود د هېواد ستونزې د ټولو وګړو د برابر حقونو په خوندي کولو سره هوارېدای شي.

نوموړي احمدشاه مسعود د افغانستان لپاره «صادق او ژمن» شخصیت بللی او ویلي یې دي چې هغه د خپلو خبرو او کړنو له لارې خپل دریځ ثابت کړی و.

- Advertisment -spot_img