سعودي عربستان د ډرون برید وروسته د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو مهمې نللیکې فعالیت په لنډمهاله توګه درولی دی.
رویټرز وايي، دا نللیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او په وروستیو میاشتو کې یې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیونو بېرلو پورې تېل لېږدول، چې د نړۍ د تېلو د عرضې شاوخوا څلور تر پنځه سلنه جوړوي.
د سعودي چارواکو په وینا، برید د ریاض او مدینې په سیمو کې شوی او د برید له امله زیانونه او د ځینو کسانو ټپي کېدل هم راپور شوي دي. د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
دا نللیکه د سعودي عربستان لپاره ځکه مهمه ده چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد پر وړاندې د ستونزو پر مهال د بدیلې لارې په توګه کارول کېږي. په ورته وخت کې، په سره سمندر کې د حوثیانو د فعالیتونو له زیاتېدو سره د تېلو نړیوالې بیې له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)