- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان محکمه د افغان محصلانو د ستنولو پرېکړه وځنډوله

د پاکستان د لاهور عالي محکمې د طب او غاښونو د طب شورا هغه پرېکړه درولې چې له مخې یې افغان طبي محصلانو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو امر شوی و.

پاکستاني رسنیو ویلي، قاضي خالد اسحاق دا پرېکړه د ۱۳ افغان محصلانو د عریضو له اورېدو وروسته کړې ده. دغه محصلان په لاهور کې د بېلابېلو طبي پوهنتونونو او زده‌کړیزو مرکزونو محصلان دي.

د طب او غاښونو د طب شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه افغان طبي محصلانو ته افغانستان ته د ستنېدو لارښوونه کړې وه. دغې شورا همدارنګه په روان ښوونیز کال کې په طبي او غاښونو پوهنځیو کې د افغان محصلانو پر نوې منل کېدو بندیز لګولی و.

- Advertisment -spot_img