- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: له ایران سره په جګړه کې یوازې بریا منل کېدای شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د یادغونډې پر مهال له ایران سره د خپل هېواد د جګړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې امریکا په دې جګړه کې له بریا پرته بله لار نه لري.

ټرمپ د امریکا د دفاع وزارت، پنټاګون، په مراسمو کې وویل چې هېواد یې به د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه هېڅکله هېر نه کړي. هغه زیاته کړه چې اوسنی جګړه د همدې پېښو له امله روانه ده او په وینا یې، یوازې بریا د منلو وړ ده.

هغه ټینګار وکړ چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او ایران یې د نړۍ د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی وباله.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هم په دغو مراسمو کې له ایران سره د جګړې دفاع وکړه او ادعا یې وکړه چې امریکا په تېرو شپږو میاشتو کې د ایران پوځي ځواک ته درانه زیانونه اړولي دي.

ټرمپ هغه راپورونه هم رد کړل چې ګواکې نوموړي غوښتل د نیویارک په «ګرونډ زیرو» کې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په یادغونډه کې وینا وکړي او دغه راپورونه یې «جوړې شوې کیسې» وبللې.

- Advertisment -spot_img