د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، د هغه د پلار احمدشاه مسعود لار او موخې به د افغانستان تر بشپړې ازادۍ پورې دوام ولري.
احمد مسعود دا څرګندونې د خپل پلار د وژل کېدو د ۲۵م تلین په مناسبت په ایکس کې کړې دي.
هغه ویلي، احمدشاه مسعود یوازې یو تاریخي شخصیت نه، بلکې د افغانستان د ازادۍ، خپلواکۍ او عزت لپاره د مبارزې یوه نښه ده.
احمد مسعود ټینګار کړی چې د هغه د پلار پیل کړې لار به تر هغه دوام ولري چې افغانستان بشپړه ازادي ترلاسه کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)