- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

متقي: له بنګله‌دېش سره باید اړیکې پیاوړې شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له بنګله‌دېش سره باید سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې لا پیاوړې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي دا څرګندونې په کابل کې د بنګله‌دېش د دیني عالمانو، سوداګرو او صنعتکارانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

متقي ویلي، په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره زمینه برابره ده او د نوموړي په وینا، په هېواد کې امنیت هم ښه شوی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو پر اړتیا خبرې کړې دي.

- Advertisment -spot_img