د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د افغان محصلانو د ویزو د غځولو غوښتنې د اوسنیو قوانینو او کړنلارو له مخې ارزول کېږي.
د دغه وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، ویلي چې اړوندې ادارې د افغان محصلانو د ویزو د غځولو غوښتنې څېړي او هغه بهرني وګړي چې معتبر پاسپورټ او ویزه ولري، په پاکستان کې قانوني استوګنه لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان له مخې، هغه کسان چې معتبره ویزه او پاسپورټ ونه لري، له پاکستانه د ایستل کېدو له خطر سره مخ دي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د پاکستان د طبي او غاښونو د زدهکړو شورا د افغان محصلانو پر زدهکړو نوي بندیزونه لګولي دي. د شورا د سپټمبر د لومړۍ نېټې په لارښوونه کې طبي او غاښونو پوهنځیو ته ویل شوي چې په روان تعلیمي کال کې افغان محصلان ونه مني او له مخکې منل شوو افغان محصلانو سره د بېرته ستنېدو اړوند چارې بشپړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ ښيي چې د معتبر اسنادو لرونکو افغان محصلانو د ویزو د غځولو بهیر لا هم روان دی؛ خو د طبي او غاښونو زدهکړو په برخه کې د وروستیو لارښوونو له امله د ګڼو افغان محصلانو د راتلونکې زدهکړې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)