- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني د منلو په تمه افغانانو ته: د وتلو په بدل کې پیسې ورکوو

د جرمني حکومت هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې د منل کېدو په تمه دي، وړاندیز کړی چې د منلو له بهیره د وتلو په بدل کې مالي او نورې مرستې ترلاسه کړي.

د جرمني حکومت وايي، دا مرستې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې افغانستان ته ستنېږي یا درېیم هېواد ته ځي. د راپورونو له مخې، یوازې نارینه‌وو ته تر درې زره یورو او لویو کورنیو ته تر ۱۶ زره یورو پورې یو ځل پیسې ورکول کېږي.

سربېره پر دې، د درېیو میاشتو لپاره د اوسېدو ځای، خواړه، روغتیايي او رواني خدمتونه هم د دې مرستې برخه دي.

د وړاندیز منل د جرمني د منلو له بهیره د وتلو په معنا دي او وروسته بېرته دې بهیر ته د ورګرځېدو امکان نه لري. هغه کسان چې وړاندیز رد کړي یا پر ټاکلي وخت ځواب ورنه کړي، ښايي په پاکستان کې د جرمني اوسنی ملاتړ هم له لاسه ورکړي.

د جرمني د پارلمان د مالوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۱۶۷ کسانو ورته وړاندیز منلی و، ۳۵۸ کسانو رد کړی و او د ۱۳۷ کسانو په اړه لا پوښتنې روانې وې.

- Advertisment -spot_img