- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: امریکا ۹ ایراني نفت‌کشونه ویجاړ کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد یې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او امریکايي ځواکونو ۹ ایراني نفت‌کشتي ویجاړې کړې دي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، ښايي پر ایران نور بریدونه هم وشي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران جګړه به د امریکا له منځنیو ټاکنو وروسته سمدستي پای ته ورسېږي او له ایران سره د خبرو د بیا پیل امکان هم شته.

هغه ویلي، واشنګټن د یوه نوي هوکړې په لټه کې نه دی، بلکې د اټومي هوکړې تر کچې له زیاتو موخو وروسته دی.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، دا به د ده په وینا د ټولې نړۍ لپاره ستره ستونزه رامنځته کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله د هرمز تنګي وضعیت ترینګلی شوی او د تېلو بیې هم له ۱۰۰ ډالرو اوښتې دي.

- Advertisment -spot_img