د عفوې نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمهییز دفتر د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا هغه وروستۍ پرېکړه غندلې چې له مخې یې افغان طبي محصلان له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي.
دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه «په ښکاره ډول تبعیضي او خپلسري» ده او اغېزې به یې، په ځانګړي ډول پر افغان ښځینه محصلانو، جدي وي.
عفوې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستان د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې مکلف دی، د زدهکړې حق د تابعیت پر بنسټ له تبعیض پرته تضمین کړي.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې یوه انساني او عملي حللاره غوره کړي، څو افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، وکولای شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)