- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې برید کري

راپورونه وایي، ایران په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې توغندیز بریدونه کړي دي. دا بریدونه په داسې مهال شوي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، تهران دغه بریدونه د امریکا له لوري د ایراني بېړیو د په نښه کولو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د ایران له بریدونو یوه ورځ وړاندې، د یمن حوثیانو د سعودي عربستان په جنوبي برخو کې پر یو شمېر ښارونو او نفتي تاسیساتو بریدونه کړي وو. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف د حوثیانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د دوی د سمندري محاصرې له امله نږدې ۱۰۰ ایراني بېړیو خپل مسیر بدل کړی دی. سنتکام دغه اقدام پر تهران د فشار د دوام یوه برخه بللې ده.

ایراني چارواکو بیا د امریکا بندیزونه او سمندري محاصره د واشنګټن د فشارونو د پخوانۍ تګلارې دوام بللی او ویلي یې دي چې د دغو اقداماتو پر وړاندې به مقاومت ته دوام ورکړي.

- Advertisment -spot_img