د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سټاکټن ښار کې د افغان الاصله امریکایۍ کانګرس غړې ډاکتر عایشه وهاب د تاریخي بریا په ویاړ ځانګړې غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د افغان کلتوري ټولنې غړو، مدني فعالانو، کورنیو، ځوانانو او یو شمېر مخورو ګډون کړی و. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیویي پیغام له لارې وهاب ته مبارکي ورکړه او د هغې بریا یې د افغان ښځو او نجونو لپاره الهامبښونکې وبلله.
افغانې هنرمندې شپري نغمې هم د افغان ښځو او نجونو د غږ د پیاوړي کولو پر اړتیا خبرې وکړې. په غونډه کې وهاب او نغمې ته د عامه خدمتونو، هنر او فرهنګ په برخو کې د ونډې له امله ځانګړې جایزې هم ورکړل شوې.
وهاب د خپلې ژوند د ستونزمن سفر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې زدهکړه، هڅه او په مدني ژوند کې ګډون کولی شي ځوانانو ته د خپلو موخو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
د غونډې په پای کې د وهاب د راتلونکو کانګرس ټاکنو لپاره د مالي ملاتړ کمپاین هم ترسره شو چې د تنظیموونکو په وینا، شاوخوا ۵۲ زره امریکايي ډالر مرسته او د مرستې ژمنې پکې راټولې شوې.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)