- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جمعیت اسلامي افغانستان د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو پر وړاندې د طالبانو اقدامات وغندل

جمعیت اسلامي افغانستان په یوه خبرپاڼه کې د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات غندلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان د بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو پر وړاندې د «توپیري چلند» په دوام کې، په دې وروستیو کې د شیعه‌ګانو اړوند یو شمېر رسنیز او ښوونیز بنسټونه تر فشار لاندې راوستي دي.

د جمعیت اسلامي په وینا، د خاتم‌النبیین مرکز او تمدن ټلوېزیون فعالیتونه هم درول شوي دي.

دغه ډله وايي، د طالبانو دا اقدام د هغو بنسټونو پر وړاندې ښکاره دښمني ښيي چې د خلکو د پوهاوي، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د بېلابېلو اسلامي مذهبونو ترمنځ د نږدېوالي او د افغانانو د یووالي لپاره کار کوي.

جمعیت اسلامي افغانستان د طالبانو دغه اقدام «ناوړه او توپیري» بللی او ویلي یې دي چې دا ډول چلند به د افغانانو له جدي غبرګون سره مخ شي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې هزاره‌ګان او شیعه‌ګان د افغانستان د ټولنې مهمه برخه ده او باید د نورو افغانانو په څېر په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ښوونیزو او رسنیزو برخو کې د فعالیت بشپړ حق ولري.

جمعیت اسلامي همداراز له ټولو افغانانو سره د برابر چلند او د هغوی د حقونو د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img