د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي او د مرستو د کمېدو له امله د دغو کسانو ډېری برخې ته اړینې مرستې نه رسېږي.
په افغانستان کې د دغه پروګرام مشر جان ایلیف وايي، په وروستیو میاشتو کې د مرستو د بودجې د کمېدو له امله دوی یوازې له هرو نهو اړمنو کسانو سره د خوړو په برخه کې مرسته کولای شي.
هغه وايي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنېدل، له پاکستان سره کړکېچ او په سیمه کې د جګړو له امله د سوداګریزو لارو ګډوډېدل د خوراکي توکو بیې هم لوړې کړې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)