د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، افغانستان هغه وخت د ټولو افغانانو ګډ کور کېدای شي چې د ټولو وګړو حقونه، امنیت او انساني درناوی خوندي وي.
سعیدي د هرات د جبرئیل سیمې د شیعه وګړو اوسني حالت ته په کتو ویلي، که د ټولنې یوه برخه ځان بېبرخې او ناامنه احساس کړي، ملي یووالی او ټولنیزه همغږي کمزورې کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې واکمن نظامونه یوازې د بهرنیو فشارونو له امله نه کمزورې کېږي، بلکې کورني اختلافونه، بېباوري او د شخصي او ډلهییزو ګټو پر عامه ګټو برلاسي کېدل هم نظامونه له دننه کمزوري کوي.
د سعیدي په باور، عدالت، برابري، د بېلابېلو ټولنیزو ډلو منل او د ټولو وګړو د امنیت ټینګښت د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره اړین دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)