- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زلنسکي: د روسیې او اوکراین جګړه ښايي تر ژمي پورې روانه وي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، د روسیې او اوکراین جګړه ښايي تر ژمي پورې روانه وي.

هغه دا څرګندونې په کی‌یف کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړو استازو، سټیو ویټکوف او جېرډ کوشنر، سره تر خبرو وروسته وکړې.

ویټکوف او کوشنر تر دې وړاندې په مسکو کې له ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو. دواړو لورو د خبرو په اړه مثبت نظر څرګند کړی، خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

زلنسکي وايي، که جګړه تر ژمي پورې وغځېږي، اوکراین به د خپلو اروپايي ملګرو پر ملاتړ تکیه وکړي. ویټکوف هم ویلي چې د جګړې د پای لپاره دواړه لوري باید جوړجاړي ته چمتو شي.

سپینې ماڼۍ او کرملین وايي، د جګړې د هواري لپاره یو شمېر طرحې او وړاندیزونه مطرح شوي دي، خو د ختیځې اوکراین د سیمو پر سر د روسیې غوښتنې لا هم د هوکړې پر وړاندې مهم خنډ دی.

په همدې حال کې، په اوکراین کې جګړه روانه ده او روسیې د شپې له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي دي.

- Advertisment -spot_img