جمعه, جولای 31, 2026
جمعه, جولای 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عربستان له پاکستان سره د حوثیانو پر وړاندې د نوي پوځي اقدام لپاره چمتووالی نیسي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د سره سمندرګي او د باب المندب د ستراتیژیک تنګي د امنیت د ټینګښت لپاره د یمن د حوثي ډلې پر وړاندې د احتمالي نوي پوځي اقدام په اړه له پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره همغږي پیل کړې ده. راپورونه وايي چې د دې احتمالي سمندري او ځمکنیو عملیاتو لپاره د چمتووالي او همغږۍ هڅې روانې دي. سعودي عربستان په رسمي ډول د ۱۴ هېوادونو په ګډون د یوه «نړیوال سمندري دفاعي ائتلاف» د جوړېدو اعلان کړی دی. په دغه ائتلاف کې د پاکستان، ترکیې، مصر، سوډان، جیبوتي او نورو هېوادونو نومونه یاد شوي دي. د ائتلاف هدف د حوثیانو د سمندري ګواښونو مخنیوی او د سوداګریزو او انرژۍ د لېږد لارو خوندي کول بلل شوي دي. سیاسي او پوځي شنونکي وايي، دا نوی اقدام به د سعودي عربستان او متحدینو لپاره له ګڼو ننګونو سره مل وي. سعودي تر دې وړاندې هم د حوثیانو پر وړاندې د یوه ائتلاف په مشرۍ کلونه جګړه کړې وه، خو ونه توانېد چې د پام وړ پوځي بریا ترلاسه کړي. په هغه جګړه کې حوثیانو په تدریجي ډول د یمن مهمې سیمې، د پلازمېنې صنعا په ګډون، تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

- Advertisment -spot_img